بریتانیا په څلویښتو هیوادونو کښې کودتاګانې کړي دي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i126242-بریتانیا_په_څلویښتو_هیوادونو_کښې_کودتاګانې_کړي_دي
زمونږ خبریال راپور راکړی د بریتانیا یوې تحقیقاتي اینټرنیټ پاڼې ایشوا کړه د لندن حکومت د دوهم نړیوال جنګ له ختمیدا وروسته څه د پاسه څلویښت ځله په اوویشتو هیوادونو کښې کودتاګانې پلان یا اجرا کړي دي.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jan 15, 2023 13:12 Asia/Kabul
  • بریتانیا په څلویښتو هیوادونو کښې کودتاګانې کړي دي

زمونږ خبریال راپور راکړی د بریتانیا یوې تحقیقاتي اینټرنیټ پاڼې ایشوا کړه د لندن حکومت د دوهم نړیوال جنګ له ختمیدا وروسته څه د پاسه څلویښت ځله په اوویشتو هیوادونو کښې کودتاګانې پلان یا اجرا کړي دي.

د بریتانیا ډي کلاسفایډ تحققیاتي اینټرنیټ پاڼې ایشوا کړه د دنیا د هیوادونو د حکومتونو پرضد د لندن استخباراتي عملیات په ښکاره یا پټ ډول ترسره شوي دي چې ډیرې یې د نظر وړ هدفونو ته په رسیدا کښې له ماتي سره مخامخ شوي دي.

دغه اینټرنیټ پاڼې مخکې په ټوله دنیا کښې د بریتانیا د پوځي لاسوهنو په هکله یو مستند او باوري راپور خپور کړی و چې ښودنه کوي لندن له هغه څه زیات چې رسمي رسنیو ویلي دي خپل پوځ د خارجي هیوادونو پرضد د کودتاګانو د ترسره کولو لپاره کارولی یا یې د پوځي لاسوهنې ګواښ ورته کړی دی.

د بریتانیا دغه تحقیقاتي اینټرنیټ پاڼې دغه راز ایشوا کړه چې د انګلستان پوځ له نولس سوه پینځه څلویښتم (۱۹۴۵)میلادي کال راهسې تر نن ورځې پورې په اوه څلویښتو بیلابیلو هیوادونو کښې درې اتیه ځله پوځي لاسوهنې کړي دي.