طالبانو د کابل حکومت د مذاکراتو په ځنډولو تورن کړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i100046-طالبانو_د_کابل_حکومت_د_مذاکراتو_په_ځنډولو_تورن_کړ
په قطر کښې د طالبان جګ پوړې غړی د صلحې د بین الافغاني مذاکراتو په هکله د دغې ډلې په تازه غبرګون کښې مدعي شو چې کابل د خبرواترو پیلول ۶ میاشتې وځنډول
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 09, 2021 01:33 Asia/Kabul
  • طالبانو د کابل حکومت د مذاکراتو په ځنډولو تورن کړ

په قطر کښې د طالبان جګ پوړې غړی د صلحې د بین الافغاني مذاکراتو په هکله د دغې ډلې په تازه غبرګون کښې مدعي شو چې کابل د خبرواترو پیلول ۶ میاشتې وځنډول

په قطر کښې د طالبان جګ پوړې غړی د صلحې د بین الافغاني مذاکراتو په هکله د دغې ډلې په تازه غبرګون کښې مدعي شو چې کابل د خبرواترو پیلول ۶ میاشتې وځنډول

په قطر کښې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردک په ټویټر کښې ولیکل چې په قطر کښې د طالبانو د مرکچي پلاوي مرستیال شیر محمد ستانکزي د امریکې، اروپايي اتحاديې، جرمني، برطانیې، ناروی، فرانسې، ایټالیا او ملګرو ملتو له استازو او سفیرانو سره د ویډیو کانفرنس له لارې خبرې اترې کړې دي.

ستانکزي په دغو خبرو کښې ویلي چې طالبان په دوحه کښې د موافقې له لاسلیکولو لس ورځې وروسته د بین الافغاني مذاکراتو پیلولو ته تیار وو خو مقابل لوري دغه بهیر شپږ میاشتې وځنډوه او که مذاکرات پیل شوي وی نو تراوسه به مو ډیر پرمختګ لیدلې و.

ستانکزي په دې ادعا سره چې طالبان د قدرت د انحصار غوښتونکي نه دي، زیاته کړه: طالبان هیله مند دي چې ستونزې د خبرواترو له لارې هوارې کړي او هغه ټولې ژمنې چې د زندانیانو د آزادۍ په شمول له امریکې سره په موافقه کښې راغلي دي، پوره شي څو د صلحې په بهیر باندې لازیات اعتماد او باور رامینځته شي.

اروپايي اتحادیې او امریکې هم په یوه ګډه بیانیه کښې له طالب ډلې غوښتي دي چې د افغانستان د حکومت خلاف نه اعلان شوی پسرلیز جنګ زرترزره بند کړي.