د طالبانو روانه جګړه د قدرت ترلاسه کولو لپاره ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i100048-د_طالبانو_روانه_جګړه_د_قدرت_ترلاسه_کولو_لپاره_ده
د افغانستان د ملي امنیت صلاحکار په دغه هیواد کښې د وروستیو نښتو زیاتیدو ته په اشارې سره وویل چې د طالبانو له خوا د روان جنګ موخه، د قدرت ترلاسه کول دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 09, 2021 02:48 Asia/Kabul
  • د طالبانو روانه جګړه د قدرت ترلاسه کولو لپاره ده

د افغانستان د ملي امنیت صلاحکار په دغه هیواد کښې د وروستیو نښتو زیاتیدو ته په اشارې سره وویل چې د طالبانو له خوا د روان جنګ موخه، د قدرت ترلاسه کول دي.

د افغانستان د ملي امنیت صلاحکار په دغه هیواد کښې د وروستیو نښتو زیاتیدو ته په اشارې سره وویل چې د طالبانو له خوا د روان جنګ موخه، د قدرت ترلاسه کول دي.

حمد الله محب وویل: طالبانو تیره اونۍ د افغانستان د اوو ولایتونو د نیولو لپاره پراخې حملې پیل کړې خو تراوسه نه دي کامیاب شوي.

هغه په افغانستان کښې د نښتو زیاتیدو ته په اشارې سره زیاته کړه: طالب ډله د صلحې قابلیت او وړتیا نه لري او هڅه کوي چې قدرت د زور له لارې ترلاسه کړي خو د افغانستان حالات په ښه کیدو دي او طالبانو هم په څو ولایتونو کښې ماتې خوړلې ده.

محب په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د طالبان جګړه روا نه ده، خو ویې ویل چې دغه ډله په افغانستان کښې یو حقیقت دی او حکومت غواړي چې دغه طالبان د نورو خلکو ترڅنګ په صلحه ایزه توګه ژوند تیر کړي.