د افغانستان حکومت سبا ورځ عمومي ویر اعلان کړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i100090-د_افغانستان_حکومت_سبا_ورځ_عمومي_ویر_اعلان_کړ
زمونږ خبریال وايي د افغانستان ولسمشر اشرف غني د کابل ښار په لویدیځ کښې د سیدالشهدا د ښوونځي په زده کونکو باندې له ترهګرې حملې وروسته سبا ورځ عمومي ویر اعلان کړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 09, 2021 23:26 Asia/Kabul
  • د افغانستان حکومت سبا ورځ عمومي ویر اعلان کړ

زمونږ خبریال وايي د افغانستان ولسمشر اشرف غني د کابل ښار په لویدیځ کښې د سیدالشهدا د ښوونځي په زده کونکو باندې له ترهګرې حملې وروسته سبا ورځ عمومي ویر اعلان کړ .

اشرف غني وویل د افغانستان ټولې اجرايي ادارې به سبا ورځ د کابل د ترهګرې حملې د  وژل شویو کسانو لپاره د فاتحې د لوستلو مراسم ترسره کړي .

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د  کابل د ترهګرې حملې د ژوبلو کسانو په حالت باندې د سمدستي غور غوښتنه وکړه .

هغه وویل ترهګرې ډلې کله په داعش او کله په طالبانو نومونو سره نشي کولای د علم او د پوهې په ترلاسه کولو کښې د افغانستان د بچیانو اراده کمزوري کړي .

له دې مخکې د افغانستان حکومت په کابل کښې په سیدالشهدا ښوونځي باندې د حملې په شمول د ترهګرو حملو په غندلو سره طالبان د دغو بریدونو مسول بللي  خو دغه ډله د کابل په حملې کښې لاس لرل ردوي .

د کابل په لویدیځ کښې په سید الشهدا ښوونځي باندې د ترهګرې حملې د وژل شویو کسانو شمیر اوس اته پنځوسو(۵۸) ته رسیدلی  او د ژوبلو شمیر هم له یوسل پنځوسو (۱۵۰)اوښتی دی .