د کابل ترهګره حمله په پراخ ډول وغندل شوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i100100-د_کابل_ترهګره_حمله_په_پراخ_ډول_وغندل_شوه
زمونږ خبریال وايي د کابل ښار په خونړۍ حملې کښې د زده کونکو وژلې پراخ نړیوال غبرګونونه لرلي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 10, 2021 00:18 Asia/Kabul
  • د کابل ترهګره حمله په پراخ ډول وغندل شوه

زمونږ خبریال وايي د کابل ښار په خونړۍ حملې کښې د زده کونکو وژلې پراخ نړیوال غبرګونونه لرلي دي .

د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش د کابل ښار په لویدیځ کښې د سید الشهدا ښوونځي په زده کونکو باندې ترهګره حمله وغندله او زیاته یې کړه هغه کسان چې د دغه بوږنونکي جنایت مسول دي باید ځواب ورکولو ته مجبوره شي .

اروپايي اتحادیې هم وویل د کابل په «دشت برچي» سیمه کښې په سید الشهد ښوونځي کښې د انجلیو په شمول په ملګي وګړو باندې برید کول د نړیوالو بشر دوستانه قوانینو ښکاره خلاف ورزۍ ده .

د ملګروملتونو د ماشومانو د صندوق یونیسیف اجرايي مشر هم په دې خبرې باندې ټینګار سره چې په ماشومانو باندې باید تاویخجن برید ونشي د  افغانستان په جنګ کښې په ښکیلو لورو غږ وکړ چې انسان دوستانه قوانینو او بشري حقوقو ته پاې بنده ووسي .

دغه راز د جرمني او د پاکستان خارجه وزارتونو او په افغانستان کښې د  انګلستان ، فرانسې ، د جاپان او  د کاناډا سفارتونو هم په جلا جلا پیغامونو کښې د کابل په سید الشهدا ښوونځي باندې ترهګرې حمله وغندله .

نوي راپورونه وايي چې د کابل په ترهګرې حملې کښې د وژل شویو کسانو شمیر اوس تر اتیاو (۸۰) رسیدلی دی .