لغمان ولایت کې له شپیتو زیاتو طالبانوته مرګ ژوبله واوښته
-
فایل فوټو
د طالبانو ډلې څه باندې شپیته وسله وال د افغانستان په لغمان ولایت کښې مړه او ژوبل شوي دي
له جلال آباده زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزی وایي پرون غرمه مهال د دې ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کښې د وسله والو طالبانو د راټولیدو او پټیدو پر ځایونو څلور هوایی بریدونه تر سره شول چې د نوموړي پر وینا ولایت مقام ته په ورکړې شویو معلوماتوکښې راغلي چې په دې بریدونوکښې ۴۸ تنه وسله وال طالبان ووژل شو او ۱۸ تنه نور ژوبل شول.
د والی ویاند وویل په دغو بریدونو کښې د طالبانو څو درندې ماشینداری هم ویجاړې شوې. نوموړي وویل په بریدونوکې د ملکی وګړو د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړی شوی. هغه زیاته کړه په دولت شاه ولسوالۍ کې به د طالبانو پر خلاف د افغان امنیتي ځواکونو له لورې پېل شوي ځمکني او هوایي بریدونه دوام وکړي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي