افغان ځواکونو تېرو ۲۴ ساعتونو کښې ۲۵۶ طالبانو ته مرګ ژوبله واړوله
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i100202-افغان_ځواکونو_تېرو_۲۴_ساعتونو_کښې_۲۵۶_طالبانو_ته_مرګ_ژوبله_واړوله
د تېرو ۲۴ ساعتونو په موده کې افغان ځواکونو د هېواد په بېلابېلو سیمو کې له طالبانو سره مخامخ جګړې او پر یادې ډلې چاڼیز عمیلیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې ۲۵۶ تنو ته مرګ ژوبله اړولې.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
May 12, 2021 07:25 Asia/Kabul
  • افغان ځواکونو تېرو ۲۴ ساعتونو کښې ۲۵۶ طالبانو ته مرګ ژوبله واړوله

د تېرو ۲۴ ساعتونو په موده کې افغان ځواکونو د هېواد په بېلابېلو سیمو کې له طالبانو سره مخامخ جګړې او پر یادې ډلې چاڼیز عمیلیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې ۲۵۶ تنو ته مرګ ژوبله اړولې.

د افغان آوا خبري آژانس د رپوټ له مخې له ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد عملیات د لغمان، کونړ، پکتیا، وردګ، غزني، زابل، هرات، فراه، بلخ، سمنګان، جوزجان، هلمند، نیمروز، تخار، کندز او بغلان ولایتونو  کې ترسره شوي، چې په ترڅ کې یې ۱۵۷ طالبان وژل شوي، ۹۹ ټپیان او ۲۶ نور یې ژوندي نیولي دي.

د سرچینې په خبره په یادو عملیاتو کې د طالبانو له لوري ۹۵ بېلابېل هغه ماینونه هم افغان ځواکونو له منځه وړي، چې د عامو خلکو په لویو لارو کې خښ شوي وو.

باید یاده شي، چې په تېرو دوه اوونیو کې په ټول هېواد کې د افغان ځواکونو له لوري له ۱۰۰۰ پورته طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې یو شمېر یې القاعده او نور بهرني جنګیالي دي.