په افغانستان کې یو سترسړک سیدالشهداء نومول شوی 
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i100258-په_افغانستان_کې_یو_سترسړک_سیدالشهداء_نومول_شوی
د بامیانو والي سید انور رحیمي  په یولړ دستورو کې  د کابل د سید الشهداء د انجونو دښونځي  دشهیدانو  په نامې د  یوې سترې لارې نومولو ته په اشارې سره  ، ددشت برچي ددغه ښونځي  د لسګونو زده کونکو  مظلومانه شهادت یو غمجن او بشري ضد  بوږنونکی جنایت بللی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
May 13, 2021 07:49 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې یو سترسړک   سیدالشهداء نومول شوی 

د بامیانو والي سید انور رحیمي  په یولړ دستورو کې  د کابل د سید الشهداء د انجونو دښونځي  دشهیدانو  په نامې د  یوې سترې لارې نومولو ته په اشارې سره  ، ددشت برچي ددغه ښونځي  د لسګونو زده کونکو  مظلومانه شهادت یو غمجن او بشري ضد  بوږنونکی جنایت بللی دی .

زمونږخبریال  د صداي افغان خبري آژانس له قوله راپور راکړ  د  افغانستان د بامیان ولایت ځاي چارواکو  په دغه ولایت کې یوه ستره لاره  د کابل د سید الشهداء ښونځي د شهیدانو په نامې نومولې ده .

  راپور ښئ د بامیانو والي سید انور رحیمي  په یولړ دستورو کې  د کابل د سید الشهداء د انجونو دښونځي  دشهیدانو  په نامې د  یوې سترې لارې نومولو ته په اشارې سره  ، ددشت برچي ددغه ښونځي  د لسګونو زده کونکو  مظلومانه شهادت یو غمجن او بشري ضد  بوږنونکی جنایت بللی دی .

 دا په  داسې حال کې دي چې  په درستې  نړۍ په تیره بیا په درست افغانستان کې دتیرې شنبې ورځې  دکابل د سید الشهداء  ښونځي  په بوږنونکي غمیزې  چې  د لسګونو انجونو زده کونکو پشمول  پکې ایتا کسان شهیدان او څه دپاسه یو سل شپیته نوره هم ټپيان شوي محکومیدل هماغه راز دوام لري  او د غیر انساني او تورزړو جنایتکارو په خلاف کرکه او نفرت  ورځ تر بلې لازیاتیږي .