غزني ولایت کښې یو معلم وژل شوی دی
May 14, 2021 02:59 Asia/Kabul
یو افغان معلم د کوچني اختر او د اوربند په وړومبۍ ورځ د غزني ولایت په خواجه عمري ولسوالۍ کښې د ماین په چاودنه کښې ووژل شو
یو افغان معلم د کوچني اختر او د اوربند په وړومبۍ ورځ د غزني ولایت په خواجه عمري ولسوالۍ کښې د ماین په چاودنه کښې ووژل شو
د غزني د ولایتي شورا غړي حسن رضا یوسفي وویل چې دغه معلم پرون د ماین د چاودنې له امله وژل شوی دی.
خبر زیاتوي چې د اوربند په وړومبۍ ورځ د غزني ولایت په نورو سیمو کښې تراوسه بله کومه امنیتي پیښه نه ده رپورټ شوې.
دا په داسې حال کښې دي چې غزني د افغانستان یو ناامنه ولایت دی او ډیره برخه یې د طالبانو په کنټرول کښې ده.
ټیګونه