د افغانستان له قندهار اډې د امریکا پوځيان ووتل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i100306-د_افغانستان_له_قندهار_اډې_د_امریکا_پوځيان_ووتل
اوا خبري اژانس وايي د قندهار له ترټولو سترې اډې د امریکا پوځيان ووتل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 14, 2021 08:59 Asia/Kabul
  • د افغانستان له قندهار اډې د امریکا پوځيان ووتل

اوا خبري اژانس وايي د قندهار له ترټولو سترې اډې د امریکا پوځيان ووتل .

د امریکا یوه(۱) پوځي قومندان چې نوم یې نه دی ښودل شوی وویل د واشنګټن پوځيان د قندهار له ترټولو سترې اډې وتلي دي او دغه اډه یې اوس د افغانستان پوځيانو ته ورسپارلي ده .

د افغانستان په جنوب کښې د قندهار هوايي اډه د امریکا او د ناټو د عسکرو یوه(۱) ترټولو ستره اډه وه چې په تیرو وختونو کښې هلته له ترهګرۍ سره د تش په نامه د مبارزې او د امنیت د تامینولو لپاره شپږویشت زره (۲۶۰۰۰) خارجي عسکر دیره وو .

د امریکا په مشرۍ خارجي پوځيان په داسې حال کښې ټاکل شوي ده چې د روان میلادي کال تر سپتمبر میاشتې پورې په خپله له جوړې کړې شوي جبۍ ځانونه وژغوري او په ذلت او رسوایۍ سره له افغانستانه ووځي چې د افغانستان د کډوالو شویو خلکو او دغه راز د امریکا عمومي افکارو ته باید ځواب ورکړي .

امریکا په داسې حال کښې اراده لري له شل (۲۰) کلن ماتي خوړلي پوځي شتون وروسته له افغانستانه ووځي چې د  امریکا پوځي شتون  د زرګونو بې ګناه انسانانو ، د ترهګرۍ ، د نشه ییزو موادو د تولید او قاچاق او د  بې ثباتۍ له پراخولو او اسلامي سپیڅلتیاو ته له سپکاوي کولو پرته بل هیڅ بریا نه ده لرلي .