افغان حکومت د فلسطین په مظلوم ملت د اسراییلو رژیم حمله وغندله
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i100336-افغان_حکومت_د_فلسطین_په_مظلوم_ملت_د_اسراییلو_رژیم_حمله_وغندله
ریاض المالکی هم د افغانستان د خارجه وزیر له خواخوږۍ د قدرونې په څرګندولو سره د فلسطین د خلکو له روا حقوقو د نړۍ د اسلامی او سوله غواړو هیوادونو ملاتړ مهم او ارزښتمن وباله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 15, 2021 09:11 Asia/Kabul
  • افغان حکومت د فلسطین په مظلوم ملت د اسراییلو رژیم حمله وغندله

ریاض المالکی هم د افغانستان د خارجه وزیر له خواخوږۍ د قدرونې په څرګندولو سره د فلسطین د خلکو له روا حقوقو د نړۍ د اسلامی او سوله غواړو هیوادونو ملاتړ مهم او ارزښتمن وباله .

د افغانستان خارجه وزارت له خپل فلسطینی همڅنګ سره په ټیلی فونی تماس کې د روزې په مبارکه میاشت او کوچنی اختر په ورځو کې د فلسطینی ولس په حریم تیرې او د حملو سختیدا وغندله او دغه خونړی حملې یې د اسلامی او د نړۍ سوله دوسته ملتونو لپاره د نه منلو وبللې .

حنیف اتمرپه سیمه کې د تاوتریخوالیوپه سملاسی بندولو په ټینګار سره د افغان ملت او حکومت خواخوږی د فلسطین ولس او حکومت ته وړاندی کړه او ټینګار یې وکړ افغانستان د خپلواکه حکومت د درلودلو لپاره د فلسطینی ولس له قانونی او روا حقوقو ملاتړ کوی .

ریاض المالکی هم د افغانستان د خارجه وزیر له خواخوږۍ د قدرونې په څرګندولو سره د فلسطین د خلکو له روا حقوقو د نړۍ د اسلامی او سوله غواړو هیوادونو ملاتړ مهم او ارزښتمن وباله .

د فلسطین د روغتیا وزارت د راپور په اساس د غزې تړانګې پرضد د صیهونیسټ رژیم په دوامداره او سختو حملوکې تراوسه ۱۳۹ کسان شهیدان شوی دي چی ۳۹ یې ماشومان دي .