امریکې په افغانستان کښې خپلو ښاریزو ته خبرداری ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i100354-امریکې_په_افغانستان_کښې_خپلو_ښاریزو_ته_خبرداری_ورکړ
امریکې له خپلو خلکو وغوښتل چې افغانستان ته له تګ څخه ډډه وکړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 16, 2021 01:54 Asia/Kabul
  • امریکې په افغانستان کښې خپلو ښاریزو ته خبرداری ورکړ

امریکې له خپلو خلکو وغوښتل چې افغانستان ته له تګ څخه ډډه وکړي.

امریکې له خپلو خلکو وغوښتل چې افغانستان ته له تګ څخه ډډه وکړي.

په کابل کښې د امریکې سفارت پرون په یوه خبرپاڼه کښې په دې خبرې سره چې په تعلیمي مرکزونو او جوماتونو باندې حملې او هدفمنې وژلې د پلازمینې کابل په شمول د افغانستان په مختلفو سیمو کښې زیاتې شوې دي، له خپلو ښاریزو وغوښتل چې افغانستان ته دې سفر نه کوي.

د امریکې دا خبرداری په داسې حال کښې دی چې واشنګټن په خپله د افغانستان د شل کلن ماته خوړلي جنګ، ناامنۍ، ترهګرۍ، د نشه ایزو موادو د تولید او قاچاق او د خلکو د وژلې د پراختیا اصلي لوبغاړی دی او ثابته کړې یې ده چې له طالبانو سره په مقابلې او په افغانستان کښې د امنیت په تامینولو او د صلحې په ټینګولو کښې ناتوانه دی.