قزاقستان له افغانستان سره مرستې ته تیار دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i100356-قزاقستان_له_افغانستان_سره_مرستې_ته_تیار_دی
قزاستان د یوموټي، کرار، بې پلوه او له ترهګرۍ او نشه ایزو موادو د پاک هیواد د جوړولو لپاره د افغانستان له حکومت او خلکو سره مرستې ته خپل چمتووالی اعلان کړ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 16, 2021 01:57 Asia/Kabul
  • قزاقستان له افغانستان سره مرستې ته تیار دی

قزاستان د یوموټي، کرار، بې پلوه او له ترهګرۍ او نشه ایزو موادو د پاک هیواد د جوړولو لپاره د افغانستان له حکومت او خلکو سره مرستې ته خپل چمتووالی اعلان کړ

قزاستان د یوموټي، کرار، بې پلوه او له ترهګرۍ او نشه ایزو موادو د پاک هیواد د جوړولو لپاره د افغانستان له حکومت او خلکو سره مرستې ته خپل چمتووالی اعلان کړ

د قزاقستان ولسمشر قاسم ژامرت تاکایف له خپل افغانستاني همرتبه محمد اشرف غني سره خبرې اترې کړې دي.

د دواړو هیوادونو ولسمشرانو د افغانستان د حالاتو او له دغه هیواده د امریکايي او ناټو د ځواکونو د وتلو په هکله د نظر تبادله وکړه او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان د کړکیچ هواری یوازې له سیاسي او سفارتي لارې او خپله د افغانانو په ګډون سره د صلحې د بهیر په پیلیدو سره شونی دی.

د قزاقستان ولسمشر وویل: آستانه د یو موټي، صلحه ایز، بې طرفه او له ترهګرۍ او د نشه ایزو موادو له قاچاقه د پاک افغانستان له جوړیدو سره مرستې ته تیار دی.