په افغانستان کښې د درې ورځني اوربند موده پاې ته ورسیده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i100366-په_افغانستان_کښې_د_درې_ورځني_اوربند_موده_پاې_ته_ورسیده
زمونږ خبریال وايي د کوچني اختر په مناسبت په افغانستان کښې عمومي اوربند پاې ته ورسید .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
May 16, 2021 06:01 Asia/Kabul

زمونږ خبریال وايي د کوچني اختر په مناسبت په افغانستان کښې عمومي اوربند پاې ته ورسید .

دغه درې (۳)ورځنی اوربند چې د طالبانو ډلې لخوا د کوچني اختر په مناسبت ټینګ شوی و او د افغانستان حکومت او چارواکو یې هرکلی کړی وو په داسې حال کښې بیګا پاې ته ورسید چې خلکو د اختر په ورځو کښې په خوشحاله کیدا ، تفریح او ګرځیدا سره د دغه اوربند د تمدیدا او د امریکا د شل (۲۰) کلن ماتي خوړلي جنګ د ختمیدا او د سولې د ټینګیدا غوښتنه کوله .

د افغانستان حکومت او چارواکي هیله من وو چې دغه اوربند تمدید او دوامداره شي چې خلک وکولای شي په ارامښت او سولې  کښې ژوند وکړي .

البته په افغانستان کښې د کوچني اختر په دریو (۳) ورځو کښې چې له تیرې پنجشنبې ورځې راهسې پیل شوي وې د کابل په شمول د هیواد په ځینو سیمو کښې لکه د کابل په « سید الشهدا» ښوونځي او  «حاجي پور »  جومات کښې ترهګرې حملې وشوې چې د پاسه یوسل دیارلس (۱۱۳) زده کونکي انجلۍ یې ووژلې او یوسل پنځوس () نورې يې ژوبلې کړې او دغه راز د کابل په خان پور جومات کښې هم ترهګرې چاودنې دولس (۱۲) لمونځ ګزار وژلي او پینځلس (۱۵) نور یې ژوبل کړي دي .

دغو ترهګرو جنایتونو د ایران د اسلامي جمهوریت په شمول د سیمې د هیوادونو او دغه راز د افغانستان د خلکو او د حکومت غوسه او نفرت ځان پسې لرلی دی .

که څه هم طالبانو د کابل په نوموړیو دوو (۲) حملو کښې لاس لرل رد کړي خو د افغانستان حکومت باوري دی چې دغه حملې طالبانو کړي دي او دغه ډله اوس هم له القاعده ترهګرې ډلې سره اړیکې لري .

په افغانستان کښې د درې ()ورځني اوربند له ختمیدا وروسته د اشرف غني حکومت له ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو وغوښتل د طالبانو له هرډول احتمالي حملو سره د مقابلې لپاره چمتو ووسي او د ځانونو دفاع وکړي .