اتمراوفرحان د افغانستان او فلسطین په وضعیت خبرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i100458-اتمراوفرحان_د_افغانستان_او_فلسطین_په_وضعیت_خبرې_وکړې
په دې خبرو کې د فلسطین پر روان وضعیت او د اسراییلو پر وحشتونو هم خبرې شوې او ټینګار شوی چې ملګري ملتونه باید دلته روان خونړي وضعیت ته د پای ټکی کېږدي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 18, 2021 08:15 Asia/Kabul
  • اتمراوفرحان د افغانستان او فلسطین په وضعیت خبرې وکړې

په دې خبرو کې د فلسطین پر روان وضعیت او د اسراییلو پر وحشتونو هم خبرې شوې او ټینګار شوی چې ملګري ملتونه باید دلته روان خونړي وضعیت ته د پای ټکی کېږدي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیر شاهزاده فیصل بن فرحان سره تلیفوني خبرې کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیانیه کې ویلي چې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا او د افغان سولې پر روان بهیر بحثونه وکړل.

په بیان کې راغلي چې فیصل بن فرحان په دې ټلیفوني خبروکې له ښاغلي اتمر سره ژمنه وکړه چې د افغانستان د سولې له بهیر سره به هر اړخیزه همکاري کوي او په دې لټه کې دی چې په افغانستان کې روانه جګړه د خبرو له لارې ختمه کړل شي.

د بیان له مخې، دواړو لوریو همدا راز ټینګار وکړ چې په خپلو کې به اقتصادي، سیاسي او فرهنګي اړیکې پراخوي.

په دې خبرو کې د فلسطین پر روان وضعیت او د اسراییلو پر وحشتونو هم خبرې شوې او ټینګار شوی چې ملګري ملتونه باید دلته روان خونړي وضعیت ته د پای ټکی کېږدي.

دا خبرې داسې مهال کېږي چې له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهال په ډېرو ولایتونو کې د جګړې لیکې تودې شوي چې هره ورځ د درنې مرګ ژوبلې راپورونه ورکول کېږي.

د افغانستان حکومت طالبان د دغه تاوتریخوالي لامل بولي.

افغان چارواکي وایي د طالبانو د بریدونو لومړنۍ څپه یې شنډه کړې، خو په خبره یې که دغه وسله وال بریدونو ته نور هم زور ورکړي، ځواب یې ویلی شي.