که طالبان تاوتریخوالي ته مخه کړي نو سخت به وځپل شي
د افغانستان ولسمشر په داسې حال کې له افغانستانه د بهرنیو عسکرو د وتلو د بهیر له پاي د وروسته حالاتو د مدیریّت ډاډ ورکوي ، چې په افغانستان کې دامریکائي ترهه ګر ځواک قوماندان له افغانستانه د بهرنیو عسکرو له وتلو وروسته د تاؤټریخوالي په زیاتیدا نیوکې کړي دي .
زمونږخبریال راپور راکړ د افغانستان و لسمشر اشرف غني چې له یوه امریکائي ټيلیویژنی چینل پی بی ایس سره ئې خبرې کولې ، له افغانستانه ئې دبهرنیو عسکرو له وتلو وروسته له طالبانوډلې سره دجنګ لپاره د خپل حکومت پر چمتووالي ټينګار کړی او خبرداری ئې ورکړی ،طالبان د جنګ له لارې قدرت نشي ترلاسه کول .
اشرف غني ټینګار کړی یاید طالبان د افغانستان سیاسي نظام چې پر انتخاباتو ولاړ دی، ومني.
دافغانستان ولسمشر په عین حال کې وئيلي دي دخبرو اترو کِلي ، د انتخاباتو په اساس دراتلونکي نظام دبرخلیک په منلو کې نښغتي ده . که دیوه انتخاباتي نظام په باب کومه موافقه ترلاسه نشي ،نو د میرمنو، ځوانانو او لږکیو دد حقوقو پشمول د تیرو دوو لسیزو درستې بریاوې به تر پوښتنې لاندې ورشي .دوي (طالبان)که سوله نهغواړي او هڅه کوي چې له پوځي لارې قدرت ته ورسېږي او یا د دیکتاتورۍ نظام وتپي،نو د افغانستان ټول وطنپال ځواکونه به ګام پورته کړي او بیا به د دوي د پټيدو ځاي هم نه وي . اشرف غني وئیلي دترهه ګرۍ ګواښ له مینځّه نه دی تللی ، البته روده ئې بدله شوې ده .