طالبانو د میدان وردګو پر جلرېز ولسوالۍ ډله ییز بریدونه وکړل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i100512-طالبانو_د_میدان_وردګو_پر_جلرېز_ولسوالۍ_ډله_ییز_بریدونه_وکړل
د میدان وردګو ولایت د جلرېز ولسوالۍ چارواکي وایي، چې تېره شپه پر دې ولسوالۍ سلګونه وسله والو طالبانو ډله ییز بریدونه کړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 19, 2021 10:43 Asia/Kabul
  • طالبانو د میدان وردګو پر جلرېز ولسوالۍ ډله ییز بریدونه وکړل

د میدان وردګو ولایت د جلرېز ولسوالۍ چارواکي وایي، چې تېره شپه پر دې ولسوالۍ سلګونه وسله والو طالبانو ډله ییز بریدونه کړي.

د میدان وردګو ولایت د جلرېز ولسوالۍ چارواکي وایي، چې تېره شپه پر دې ولسوالۍ سلګونه وسله والو طالبانو ډله ییز بریدونه کړي.

تاند خبري سایټ لیکلي چې د جلریز ولسوال خلیل الرحمن یاد ګاري وویل: تر دې دمه افغان عسکرو کلک مقاومت کړی خو په خبره یې اړتیا ده چې مرستندویه ځواکونه ژر ور ورسېږي.

یادګاري زیاتوي، چې افغان لوري ته تر دې دمه زیان نه دی اوښتی خو وايي لسګونه طالبانو ته يې مرګ ژوبله اړولې.

ولسوال زیاتوي ، چې وسله والو طالبانو له افغان ځواکونو یو شمېر سیمې نیولي او که مرستندویه ځواکونه ور ونه رسېږي ښايي یاده ولسوالي سقوط شي.

نوموړی له مرکزي ادارې غوښتنه کوي چې ژر دې دوی ته مرستندویه ځواکونه ور ولېږي.

د یاد ولایت ولایتي شورا هم د ګڼو امنیتي پوستو د سقوط خبره کوي.

دوی وایي په دې نښته کې افغان سرتېرو ته د مرګ ژوبلې ترڅنګ یوشمیر طالبانو ژوندي هم نیولي دي.

د میدان وردګو د ولایتي شورا مرستیال وایي، هوایي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او پر طالبانو یې بریدونه پيل کړي، خو ولسوال  بیا وایي، چې هوایي ځواک یواځې نمایشي حرکات کوي.

په ورته وخت کې ځايي اوسېدونکي وايي اوس هم په یاده ولسوالي کې درنه جګړه روانه ده.

د میدان وردګو ولایت ولایتي چارواکو تر اوسه د تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.

وسله والو طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.