په میدان وردګو ولایت کې د ۲۳حلقو څاګانو  کیندلو چارې پیل شوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i100518-په_میدان_وردګو_ولایت_کې_د_۲۳حلقو_څاګانو_کیندلو_چارې_پیل_شوې
د میدان وردګو په نرخ ولسوالۍ کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو او روغتیا ساتنې ملي پرګرام له لوري د (۲ میلیونه ۸ لکه او ۷۵ ) زره افغانیو په ارزښت د (۲۳) حلقو څاګانو د کېندلو چارې پیل شوې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 19, 2021 12:12 Asia/Kabul
  • په میدان وردګو ولایت کې د ۲۳حلقو څاګانو  کیندلو چارې پیل شوې

د میدان وردګو په نرخ ولسوالۍ کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو او روغتیا ساتنې ملي پرګرام له لوري د (۲ میلیونه ۸ لکه او ۷۵ ) زره افغانیو په ارزښت د (۲۳) حلقو څاګانو د کېندلو چارې پیل شوې.

د میدان وردګو په نرخ ولسوالۍ کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو او روغتیا ساتنې ملي پرګرام له لوري د (۲ میلیونه ۸ لکه او ۷۵ ) زره افغانیو په ارزښت د (۲۳) حلقو څاګانو د کېندلو چارې پیل شوې.

دغه (۲۳) حلقې څاګانو د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت په غوښتنه او د مالیې وزارت په مالي مرسته کېندل کیږي چې په بشپړېدو سره به یي د دې ولسوالۍ تر (۵۰۰) زیاتو کورنیو ته د څښاک لپاره پاکې او صحي اوبه برابرې شي.

په دې وروستیو کې په میدان وردګو ولایت کې د بیا رغونې پروژې مخ په ډیریدو ښکاري . تردې شاوخوا یوه میاشت وړاندې دمیدان وردګو ولایت د (سیدآباد) ولسوالۍ د (ملي خېلو) په کلي کې د ملي پراختیا شرکت له لوري د څه باندې (۲۷.۵) میلیونو افغانیو په لګښت د یوه ښوونځي نوې ودانۍ بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.