په افغانستان او سيمه کښې د امريکې د مداخلت کونکو سياستونو دوام
د ايران او افغانستان د پارلېماني دوستۍ ډلې مشر وويل: د سيمې او افغانستان په اړه د امريکې مداخلت لټؤنکي سياستونه نه دي بدل شوي.
علي جدي د افغانستان د ولسي جرګې له غړيو سره په آنلائن غونډه کښې وويل: ايران له داسې افغانستانه چې له ولسي انتخاباتو څخه رامنځته شوے وي ملاتړ کوي.
د ايران د اسلامي جمهوريت او افغانستان اسلامي جمهوريت د پارلېماني دوستۍ ډلې مشر په دوام کښې وويل: ضرورت د دې خبرې دے چې د خپلواکه افغانستان چارې خپله د خپل ملت په ذريعې سره وساتلې او وچلولې شي.
علي جدي په دغې آنلائن غونډه کښې د دواړو هېوادونو په پارلېمانونو کښې د پارلېماني دوستۍ د ډلې ترمېنځ د لازياتو تعلقاتو او ارتباطاتو په رامنځته کولوباندې په تاکيد سره ديني، کلتور، ژبني او تاريخي اشتراکات په مختلفو برخو په تېره بيا د پارلېماني ارتباطاتو په برخه کښې ترخپل مېنځو تعلقاتو په پياوړتيا کښې مهم عامل وبلۀ.
هغه په دې وروستيو کښې د کابل د چاودنې د دردناکې پېښې په وجه د افغانستان له ملت سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره وويل: د ايران د اسلامي شورا جرګه دغه ترهه ګريز جنايتکارانه اقدام سخت غندي.
د افغانستان په ولسي جرګه کښې د ايران او افغانستان د پارلېماني دوستۍ د ډلې مشر سيد جمال فکوري بهشتي هم وويل: د افغانستان او ايران دواړو دوست، مسلمان او ګاونډي هېوادونو تعلقات او ملګرتياوې له ګډ تاريخ څخه زېږېدلې دي.
د افغانستان په ولسي جرګه کښې د دغه هېواد او ايران د پارلېماني دوستۍ د ډلې غړي سلمان اسحاقي هم په دغه آنلائن غونډه کښې وويل: نن ګمرکي مرکزونه د افغانستان او ايران د حکومت او ملت د ملګرتياو د پياوړتيا لپاره يوه مهمه وسېله ده.