د لغمان په الینګار ولسوالۍ کښې اوربند وشه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i100580-د_لغمان_په_الینګار_ولسوالۍ_کښې_اوربند_وشه
د لغمان په یوه ولسوالۍ کې قومي مشران بریالي شوي چې د خبرو له لارې طالبان او حکومت په داسې مهال اوربند ته راضي کړي چې د هیواد په نورو برخو کې شدیدې جګړې روانې دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 21, 2021 03:09 Asia/Kabul
  • د لغمان په الینګار ولسوالۍ کښې اوربند وشه

د لغمان په یوه ولسوالۍ کې قومي مشران بریالي شوي چې د خبرو له لارې طالبان او حکومت په داسې مهال اوربند ته راضي کړي چې د هیواد په نورو برخو کې شدیدې جګړې روانې دي.

د لغمان په یوه ولسوالۍ کې قومي مشران بریالي شوي چې د خبرو له لارې طالبان او حکومت په داسې مهال اوربند ته راضي کړي چې د هیواد په نورو برخو کې شدیدې جګړې روانې دي.

تاند خبري سایټ لیکلي چې د لغمان د الینګار ولسوالي قومي مشرانو د خبرو له لارې له طالبانو او دولتي ځواکونو سره موافقه لاسلیک کړې چې تر هغو به په خپل منځ کې جګړه نه کوي چې د سیمې کروندګر خپل حاصلات ټولوي او ماشومان یې په خوندي چاپېریال کې ازموینې بشپړوي.

دوی وايي چې دواړو خواوو ورسره منلې چې د جون تر لومړۍ پورې به جګړه نه کوي.

د اوربند په اړه له خبرو وروسته یوه قومي مشر قاري نبي سرور وویل«دا ډېر ضروري و ځکه چې طالبان او دولتي ځواکونه یو بل ته لاس په ماشه ناست وو، پر یو بل د ډزو د پیلولو لپاره یې کوچنۍ پلمه غوښته.»

تراوسه پورې د ا سلامي هیوادونو په شمول د نړۍ ګڼو هیوادونو او نړیوالو موسسو له طالبانو او دولت څخه غوښتي چې اوربند وکړي خو طالبان نه د ي حاضر شوي چې اوربند وکړي.

د الینګار مشرانو اندېښنه لرله چې سږ کال به بیا د غنمو حاصل د جګړو له کبله له لاسه ورکړي. تېر کال د دوی فصلونه د راکټ او نورو وسلو په ګولیو له منځه لاړل.

د لغمان د والي ویندوی وايي چې چارواکي له قومي مشرانو سره خبرې کوي چې دا اوربند د لغمان ولایت نورو سیمو ته هم وغځوي او په دایمي اوربند یې بدل کړي.