جلریز ولسوالي طالبانو ونيوله
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i100592-جلریز_ولسوالي_طالبانو_ونيوله
د افغانستان د میدان وردګو ولایت په (جلریز) ولسوالۍ کښې دافغان ځواکونو او طالبانو تر منځ له پنځو ورځنۍ نښتو وروسته نن دطالبانو په لاس سقوط شوه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 21, 2021 09:05 Asia/Kabul
  • جلریز ولسوالي طالبانو ونيوله

د افغانستان د میدان وردګو ولایت په (جلریز) ولسوالۍ کښې دافغان ځواکونو او طالبانو تر منځ له پنځو ورځنۍ نښتو وروسته نن دطالبانو په لاس سقوط شوه.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته نن سهار په یو رالیږل شوي پیغام کې لیکلي چې دمیدان وردګو ولایت د (جلریز) ولسوالۍ مرکز، امنیه قومندانۍ سقوط شوه او ټول ملحقات د طالبانو په  کنټرول کې دي او ګڼ شمېر افغان سرتیري طالبانو سره یوځای شول او یوشمېر سپکې او درنې وسلې هم دطالبانو لاس ته ولوېدې.

هڅه مو وکړه په دې اړه دمیدان ودرګو ولایت د سیمه ایزو چارواکو نظر واخلو خو بریالي نه شوو اما دیاد ولایت د ولایتي شورا وکیل شریف الله هوتک تهران راډیو سره په مرکه کښې یاده پیښه مني او وایي چې یو شمېر سرتیري هم طالبانو ته تسلیم شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ راپورونه ښولې وه چې د جلریز ولسوالۍ ولسوال خلیل الرحمان یادګاري رسنیو ته ویلي وو چې وسله والو طالبانو ته يې مرګ ژوبله اړولې او طالبانو هم له افغان ځواکونو څخه یو شمېر سیمې نیولې وې او زیاته کړې یې وه چې که جلریز ولسوالۍ ته مرستندویه ځواکونه وانستول شي نو شونې ده چې یاده ولسوالۍ دطالبانو په لاس سقوط شي .