طالبانو د افغانستان پینځلس عسکر وژلي دي
May 22, 2021 06:39 Asia/Kabul
اوا خبري اژانس وايي د افغانستان په بغلان ولایت کښې د طالبانو ډلې په برید کښې پینځلس (۱۵) پوځیان ووژل شول .
د بغلان د ولایتي شورا غړي فیروز الدین ایماق نن وویل طالبانو بیګا د ګذرګاه نور ولسوالۍ د امنیتي قومندنۍ په مرکز حمله وکړه چې له کبله یې پینځلس (۱۵) پوځیان ووژل شول او اته (۸) نور ژوبل شول .
هغه وویل دغه برید په داسې حال کښې شوی دی چې طالبان په مرکزي بغلان ، دهنه غوري او نهرین ولسوالیو کښې له ماتي سره مخامخ شوي دي .
طالبانو له تیرو څو ورځو راهسې د افغانستان په بیلابیلو سیمو په تیره بیا په شمال کښې د بغلان ولایت په ولسوالیو باندې حملې زیاتې کړي دي .
ټیګونه