ننګرهار کې څوارلس وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i100650-ننګرهار_کې_څوارلس_وسله_والو_طالبانو_ته_مرګ_ژوبله_واوښته
زمونږ خبریال وايي د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼی وایی تیره شپه د دې ولایت حصارک غلجایي په ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پاڅونوالو په ځوابي برید کې د قاري وقاص په نوم دطالبانو د ځایی قوماندان په ګدون شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شو او د سپیني مشهور په ګلاب یو بل سیمه ییز قوماندان په ګډون اته تنه نور ژوبل شول او دهغوې یوه اندازی وسلی او مهمات هم له منځه ولاړل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 22, 2021 11:51 Asia/Kabul
  • ننګرهار کې څوارلس وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

زمونږ خبریال وايي د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼی وایی تیره شپه د دې ولایت حصارک غلجایي په ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پاڅونوالو په ځوابي برید کې د قاري وقاص په نوم دطالبانو د ځایی قوماندان په ګدون شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شو او د سپیني مشهور په ګلاب یو بل سیمه ییز قوماندان په ګډون اته تنه نور ژوبل شول او دهغوې یوه اندازی وسلی او مهمات هم له منځه ولاړل .

 د ننګرهار د  والي ویاند ومنله چې په دې نښته کې دوه تنو سیمه ییزو پاڅونوالو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

 وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي .

 د  ننګرهار په حصارک غلجایی ولسوالۍ کې دا نښته او مرګ ژوبله داسی مهال رامنځته کیږي چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په ننګرهار کې د ډاډمن امنیت د خوندیتوب لپاره ددې ولایت د پولیسو مشر جنرال جمعه ګل همت له دندې ګوښه او پر ځای یی جنرال سلطان داود پر دنده وګوماره .

نوموړي د خپلې پیژند غونډې پر مهال وویل پولیسو  ته به په ښار کې د ورانکارو د ویشتلو امر وکړي .

پر دې سربیره د  کورنیو چارو وزارت د لغمان ولایت لپاره هم د پکتیکا ولایت امنیه قوماندان  سمونوال لطف الله کامران د نوي قوماندان په توګه تر ټاکل کیدو وروسته معرفي کړ  .

 نوموړی داسی مهال دا دنده تر لاسه کوي چې همدا تیره ورځ ددغه ولایت د دولت شاه ولسوالي د طالبانو له لورې سقوط او بادپخت او الیشنګ ولسوالیو فشارونه خورا زیات شویدي .

 خو دکورنیو چارو وزارت ویلی چې د  نوي قوماندان په ګومارلو سره به دغلته په امنیتي وضیعت کې مثبت بدلون رامنځته شي .