له طالبانو څخه د ولسوالیو د بیرته خلاصولو عملیات دوام لري
د افغانستان دفاع وزارت: له لاسه وتلي ولسوالیو د نیولو لپاره پوځي عملیات په احتیاط خو په شدت روان دي
د افغانستان دفاع وزارت: له لاسه وتلي ولسوالیو د نیولو لپاره پوځي عملیات په احتیاط خو په شدت روان دي
د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، چې د ټولو هغو ولسوالیو او سیمو د بېرته نیولو لپاره پوځي ځمکني او هوايي عملیات پيل شوي، چې طالبانو په دې ورستیو کې نیولې دي.
د دغه وزارت مرستیال ویاند فواد امان پرون وویل، طالبانو د ملکي خلکو په کورونو کې مورچلې نیولې او ولسوالیو او سیمو ته غځېدلو لارو باندې ماینونه خښ کړي، نو ځکه د بېرته نیولو لپاره عملیات په احتیاط او دقت، خو په شدت سره روان دي.
خو طالبانو بیا تل دا خبره رد کړې چې له ملکیانو او د دوی له کورنو د سپر په توګه کار اخلي.
د ښاغلي امان په خبره، د میدان وردګو نرخ ولسوالۍ او د لغمان د دولت شاه ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره هم منظم عملیات روان دي او هغه سیمې او ولسوالۍ به بېرته نیول کېږي، کوم چې په ورستیو کې د طالبانو لاس ته لوېدلي.
نوموړي په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې د ۹۲ وسله والو طالبانو د وژل کېدو، ۴۸ ټپي کېدو او ۲ نورو د نیول کېدو خبر ورکړ.
هغه زیاته کړه، دغه شمېر وسله وال په لغمان، مېدان وردګ، لوګر، سرپل، بلخ، هلمند، بغلان او تخار ولایتونو کې وژل شوي او ټپيان شوي دي.
طالبانو بیا د دې ادعاوو په هکله تراوسه څه نه دي ویلي.