په پروان کښې یو دیني عالم ووژل شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i100692-په_پروان_کښې_یو_دیني_عالم_ووژل_شو
نامعلومه وسلوالو په پروان ولایت کې د سید خېل ولسوالۍ د علماوشورا مشر « سیف الرحمن صافی» په يو بريد کښې وواژۀ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 23, 2021 11:48 Asia/Kabul
  • په پروان کښې یو دیني عالم ووژل شو

نامعلومه وسلوالو په پروان ولایت کې د سید خېل ولسوالۍ د علماوشورا مشر « سیف الرحمن صافی» په يو بريد کښې وواژۀ.

د سید خېل ولسوالۍ ولسوال احمد لمر عثمانیار رسنيو ته وویل، نن سهار اته بجې نا معلومو وسلوالو د جبل السراج ولسوالۍ برج مستوفي سیمه کې یو تن دیني عالم مولوي سیف الرحمن صافی په يوې حمله  کې وواژه.

د عثمانیار په خبره له مولوي صافي سره د هغه یو کوچنی زوے هم ژوبل شوے چې اوس يې روغتون کې درملنه کيږي.

تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د یاد برید مسوولیت نه دی منلی.