په ننګرهار کې دیرش تنو وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله واوښته
دوالي ویاند وویل دمخالفینو یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه ولاړل او دهغوې د څو تنو وژل شویو جسدونه هم دجګړې په ډګر کې پاتې دي.
دننګرهار دوالي ویاند عطا ا... خوږیاڼی وایي بیگا طالبانو ددې ولایت د اچین او سپین غر په ولسوالیوکې د امنیتي ځواکونو پر پوستو ډله ییز بریدونه وکړل چې دده پر وینا د امنیتي ځواکونو اوله جلال اباد نه د وراستول شویو ملي امنیت ځانګړو ملاتړو ځواکونو له لورې له ماتې سره مخ شول او په ځوابي برید کې د نوموړي پر وینا شپږویشت تنه وسله وال طالبان ووژل شو او څلور تنه نور ژوبل شول.
دوالي ویاند وویل دمخالفینو یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه ولاړل او دهغوې د څو تنو وژل شویو جسدونه هم دجګړې په ډګر کې پاتې دي. دننګرهار د والي ویاند دامنیتی ځواکونو او ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل وسله والو طالبانو هم څه نه دي ویلي خو په سیمه کې عینی شاهدانو او ځینو امنیتي سرچینو چې نه یې غوښتل نوم یی واخیستل شي ویلي چې د تیرې شپې په نښته کې پنځه تنه امنیتي ځواکونه وژل شوي او شپږ تنه نور ژوبل شوي او همدارنګه امنیتي ځواکونو له څو پوستو په شاه تګ کړی او دغه پوستې د طالبانو لاسته لویدلی چې اوس مهال یې د بیرته نیولو لپاره عملیات روان دي . ها خوا عینی شاهدان وایي چې تیره شپه دننګرهار ولایت دهسکې مینې ولسوالۍ کې د تړلې په نوم امنیتی پوسته وسله والو طالبانو له څو خواو ډله ییز بریدونه کړې چې په پایله کې یادې پوستې سقوط کړی او پکې موجود څلور تنه سرتیری وژل شوي او اوه تنه نور ژوبل شویدي یاده پوسته د روژې په میاشت کې هم وسله والو طالبانو نیولی او څو تنوسرتیرو ته یې مرګ ژوبله اړولی وه چې بیا له کوچني اختر وړاندې امنیتی ځواکونو بیرته لاندې کړه