د افغانستان جمعیت اسلامي په فاریاب کښې له معترضانو ملاتړ وکړ
د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند پلویان په فاریاب ولایت کښې له معترضانو سره ملګري شول
د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند پلویان په فاریاب ولایت کښې له معترضانو سره ملګري شول
تسنیم خبري آژانس لیکلي چې د افغانستان د جنبشِ ملي اسلامي د ځوانانو د برخې منشي احسان الله قوانچ په فاریاب ولایت کښې د مظاهرو د دوام په هکله وویل: د مظاهره چیانو په مینځ کښې د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند د مشر صلاح الدین رباني او د احمد ولي مسعود د پلویانو بیرغونه هم لیدل کیږي.
د فاریاب د نوي والي په توګه د افغانستان د ولسمشر له خوا د داوود لغماني د ټاکل کیدو خلاف مظاهرې لاهم روانې دي.
د فاریاب ولایت د خلکو اعتراض په داسې حال کښې دی چې د افغانستان ولسمشر د دغه ولایت د والي توب لپاره د عبدالرشید دوستم له وړاندیزي انتخاب سره مخالفت کړی دی.