د فراه په ابونصر فراهي ګمرک کې اور لګېدنه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i100764-د_فراه_په_ابونصر_فراهي_ګمرک_کې_اور_لګېدنه
د افغانستان په لوېدیځ ولایت فراه کې د ایران د اسلامي جمهوریت د ابونصر فراهي په سرحدي ګمرک کې د تېلو ټانکران اور اخیستي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 25, 2021 08:16 Asia/Kabul
  • د فراه په ابونصر فراهي ګمرک کې اور لګېدنه

د افغانستان په لوېدیځ ولایت فراه کې د ایران د اسلامي جمهوریت د ابونصر فراهي په سرحدي ګمرک کې د تېلو ټانکران اور اخیستي دي.

د افغانستان د لوېدیځ ولایت په فراه کې د پولیسو ویاند فاروق حضرتي افغان رسنیو ته وویل، دا اورلګېدنه نن سهار نهه بجې د تېلو په یو ټانکر کې د اورلګېدنې له امله رامنځته شوې ده.

د دغه ګمرک کارکوونکو رسنیو ته ویلي، چې اورلګېدنه اوس مهال  مهار شوې؛ خو مالي زیانونه یې اړولي دي.

تر دي مخکي هم په افغانستان کې د اسلام قلعې په ګمرک کې اور لګېدلي وه چي د امله یې په میلیونونو ډالرو زیان افغان سوداګرو ته واوښته او اورلګېدنه د ایران په مرستي سره مهار شوه.