په افغانستان کې د جنګ ددوام هیڅ پلمه نشته
د افغانستان د ملی مصالحې د لوړې شورا مشر دطالبانو ډلې په جنګ غواړي خوي په نیوکو سره وئيلي دي ،نړیواله ټولنه او دسیمې هیوادونه په افغانستان کې د تل پاتې سولې دپوره کیدا پلویان دي او له هیواده دبهرنیو عسکرو په وتلو سره نوره د طالبانو ډ لې له خوا د جنګ د دوام لپاره هیڅ پلمه نه ده پاتې شوې .
زمونږخبریال د صداي افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ ، د افغانستان دملی مصالحې دلوړې شورا مشر عبدا....عبدا... پرون دحکومت مرکچي ټيم له یو شمیر غړو سره په کتنې کې وئيلي دي ،د سولې دخبرو اترو لپاره داخلی اجماع رامینځةشوي او په یووخت د تیرو دوولسیزو له بریاؤ او نظام څخه په ملاتړ کې ولسی یوه خوله کیدا موجوده ده .
د افغانستان د ملی مصالحې د لوړې شورا مشر دطالبانو ډلې په جنګ غواړي خوي په نیوکو سره وئيلي دي ،نړیواله ټولنه او دسیمې هیوادونه په افغانستان کې د تل پاتې سولې دپوره کیدا پلویان دي او له هیواده دبهرنیو عسکرو په وتلو سره نوره د طالبانو ډ لې له خوا د جنګ د دوام لپاره هیڅ پلمه نه ده پاتې شوې .
په دغې کتنې کې دمرکچي ټيم غړو د دوحې دغونډې دوروستیو بدلونونو او پرمختګونو په باب هم راپور وړاندې کړ او په راتلونکو شپو ورځو کې ئې د خبرواترو د دوام خبره کړې .
دوي د طالبانو ډلې یواړخیز پالنه او پلمو جوړول د خبرو اترو د بې نتیجې کیدا اصلي خنډ بللی او وئيلي ئې دي ، دغه ډله له خپلې خوا د سولې موافقې ته له رسیدا سره هیڅ دلچسپي او ګروهنه نه بریښوي . او دوی حاضر نه دي په ا ختلافي موردونو کوم بحث وکړي ،بلې د مذاکراتو له میزه دتښتې په پلمو پسې دي .