طالبانو د استنبول په غونډه کښې ګډون ته شرطونه کښیښودل
-
فایل فوټو
طالب ډلې په استنبول کښې د افغانستان د صلحې په غونډې کښې د ګډون لپاره خپل شرطونه اعلان کړل.
طالب ډلې په استنبول کښې د افغانستان د صلحې په غونډې کښې د ګډون لپاره خپل شرطونه اعلان کړل.
د طالبانو جګ پوړې غړي وویل چې د دغې ډلې استازي به هله د استنبول په غونډه کښې ګډون وکړي چې دغه غونډه لنډه وي، د مهمو موضوعاتو په هکله فیصلې یې په ایجنډا کښې شاملې نه شي او طالبان په کښې په ډیره ټیټه سویه ګډون وکړي.
د طالبانو دغه غړي د نوم د نه څرګندیدو په غوښتنه زیاته کړه: د طالبانو د مشرتابه په غوښتنه د استنبول غونډه دې له دریو ورځو اوږده نه شي.
د طالبانو دغه جګ چارواکي څرګنده کړه چې دغې ډلې د افغانستان د صلحې په غونډې کښې ګډون ته ګروهنه او لیوالتیا نه درلوده خو د پاکستان او قطر په غوښتنه یې په کښې په وارمخکښي شرط سره ګډون ته غاړه ایښې ده.