د افغانستان په ختیځو ولایتونو کښې رامینځته شوې امنیتي پیښې
له سیمې زمونږ د خبریال د رپورټ له مخې، عینی شاهدان وایي چې دا توغندی د مهترلام ښار په سلطان غازی ښارګوټي کې داستوګني پر یو کور لګیدلی چې څلور تنه کوچنیان پکې ژوبل شوي او ودانې ته هم زیان رسیدلی دی.
له سیمې زمونږ د خبریال د رپورټ له مخې، عینی شاهدان وایي چې دا توغندی د مهترلام ښار په سلطان غازی ښارګوټي کې داستوګني پر یو کور لګیدلی چې څلور تنه کوچنیان پکې ژوبل شوي او ودانې ته هم زیان رسیدلی دی.
د مهترلام ښار مرکزي روغتون چارواکي هم مني چې له دغې پیښی ورته څلور تنه ټپیان وروړل شوی چې دوه تنه یې په روغتون کې بستري او دوه نور یی له لومړنۍ درملنې وروسته بیرته خپل کور ته ستانه شوې دي.
د مهترلام ښار اوسیدونکي وایي له هغه مهاله چې په دې ښار د دولت د وسله والو مخالفینو ډله یز برید په شا تمبول شوی دمهترلام ښار د استوګنې پر سیمو دتوغندیو بریدونه کیږي. تیره ورځ یو توغندی د بریښنا ریاست په انګړ او یو بل د اطلاعاتو او کلتور ودانۍ ته څیرمه دکاوون غږ په نوم یوې سیمه ییزې خصوصي رسنۍ په ودانۍ کې لګیدلی و چې له امله ددغه راډیو یو کارکوونکی ټپی او دبریښنا ریاست په ودانۍ کې ولاړ څو موټرونه او نورو د بریښنا وسایل زیانمن شوي و .
ها خوا په ختیځو ولایتونوکې د دوه سوه یو سیلاب قول اردو ویاند مقصود اغا وایي په تیرو څلرویشت ساعتونوکې په لغمان او نورستان ولایتونوکې د افغان ځواکونو په هوایی او توپچې بریدونوکې ۴۷ تنو مخالفو وسله والو ته مرګ ژوبله رسیدلی ده . هغه وویل د لغمان په الیشنګ او الینګار ولسوالیو کې د هوایی او توپچې بریدونوپه پایله کې شل تنه وسله وال مخالفین وژل شوي او شپږ تنه نور ژوبل شویدي. مقصود اغا وویل د نورستان ولایت په دواب ولسوالۍ کې د هوایی بریدونو له امله اته تنه وسله وال مخالفین وژل شوی او پنځه تنه نور ژوبل شوي دي. دسیلاب قول اردو ویاند وویل په دې بریدونو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړی شوی.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
بل پلو د افغانستان د طبیعي پيښو پر وړاندې د چمتو والي وزارت ویلي چې دلغمان دجګړو له امله تر دا مهاله خواوشاه پنځه سوه کورنۍ له خپلو کورونوبې ځایه شوي چې تر اوسه یی ۱۱۶ کورنیو سره لومړنۍ مرستې ترسره شوي او پاتې نورو سره به هم تر سره شي، خو دا کورنۍ وایي د جګړو له امله یې خپل ډک کورونه پرې ایښې او اوس تر شنه اسمان لاندې شپې تیروي.
ها خوا د لغمان په څنګلوري ولایت ننګرهار کې چارواکي وايي مخالفو وسله والو دسره رود ولسوالۍ په باولۍ سیمه کې د کابل جلال اباد د دویم لین سرک په ا وږدو کې یو پل په بمونو الوزولی او په دې توګه یې د جلال اباد ښار او څلورو ولسوالیو تر منځ د خلکو په تګ راتګ کې ستونزې راولاړې کړي دي.
د ننګرهار ولایتی ادارې چارواکی واي د دغه پل د رغولو چارې یې پېل کړي او ډیر ژر به پرې د موټرو تګ راتګ د پخوا په څير پېل شي.
وسله والو مخالفینو په دې اړه هم څه نه دي ویلي