بغلان کښې د طالبانو له جیله ۶۲ بندیان خوشې کړل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i100830-بغلان_کښې_د_طالبانو_له_جیله_۶۲_بندیان_خوشې_کړل
د افغانستان د ملي دفاع وزارت په بغلان ولایت کې د طالبانو له یوه بل زندان څخه د ۶۲ تنو بندیانو د ازادولو خبر ورکړی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 26, 2021 13:02 Asia/Kabul
  • بغلان کښې د طالبانو له جیله ۶۲ بندیان خوشې کړل

د افغانستان د ملي دفاع وزارت په بغلان ولایت کې د طالبانو له یوه بل زندان څخه د ۶۲ تنو بندیانو د ازادولو خبر ورکړی.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت په بغلان ولایت کې د طالبانو له یوه بل زندان څخه د ۶۲ تنو بندیانو د ازادولو خبر ورکړی.

د افغانستان دفاع وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه زندان تېره شپه د افغانستان د کمانډو ځانګړو ځواکونو له خوا د بغلان ولایت مرکزي بغلان ولسوالۍ اړوند نوروزک کلي کې مات شوی دی.

د خبرپاڼې له مخې، له دې زندان څخه د ۳۶ پوځیانو په ګډون، ۶۲ تنه بندیان ازاد شول.

د امنيتي چارواکو په خبره دغه زندانیان د طالبانو له خوا سخت ځورول شوي و.

دفاع وزارت زیاتوي چې د دغو عملیاتو پرمهال د زندان ساتونکي څلور وسله وال طالبان هم ووژل شول او یوه اندازه چاودېدونکي توکي هم له منځه یووړل شول.

طالبانو تر دا مهاله په دې هکله څه نه دي ویلي.

دا په روانه اونۍ کې د طالبانو درېیم زندان دی چې د دفاع وزارت له خوا یې د ماتولو خبر ورکول کیږي.

د افغانستان دفاع وزارت په دغه اونۍ کې په هرات او بغلان ولایتونو کې د طالبانو پر زندانونو د افغان کمانډو د ځانګړو عملیاتو پرمهال د ۵۹ نورو بندیانو د ازادولو خبر ورکړی و.

له دې مخکې افغان ځواکونو د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې هم د عملیاتو پرمهال لسګونه زندانیان د طالبانو له زندانونو څخه خلاص کړي دي.