د کونړ والي په ننګرهار کښې له یو مرګوني بریده روغ ووت
شاهدانو ویلي چې له برید وروسته د والي ساتونکو د سپکو وسلو ډزې هم کړې دي.
له جلال آباده زمونږ خبریال بیګا رپورټ راکړی چې د ننګرهار دوالي ویاند عطا اله خوږیاڼی وایي، مازیګر خواوشاه پنځه بجې د کونړ د والي محمد اقبال سیعد پر موټریز کاروان د بهسودو ولسوالۍ د شابرهان آغا په سیمه کې د سړک غاړې ماین چاودنه شوې چې د سر زیان نه لري.
خو په سیمه کښې عیني شاهدان وایي چې یو تن په ځان پورې تړلو چاودیدونکو توکوته د کونړ د والي موټریز کاروان ته نزدې چاودنه ورکړه چې په پایله کې والي له دې بریده روغ ووته خو دوه ساتونکي یې ژوبل شول.
شاهدانو ویلي چې له برید وروسته د والي ساتونکو د سپکو وسلو ډزې هم کړې دي. د برید پړه تر اوسه چا پر غاړه نده اخیستې.
پرون سهار په همدغې سیمه کښې د کامې د ولسوال شریف الله فضلي پر موټر هم د مقناطیسي ماین چاودنه شوې وه چې پکښې ولسوال له دوو ساتونکو او یو ملکي وګړي سره یوځاې ټپیان شوي وو.