د زرګونو افغانانو له وطنه د وېستلو لپاره د واشنګټن کوشش
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i100892-د_زرګونو_افغانانو_له_وطنه_د_وېستلو_لپاره_د_واشنګټن_کوشش
امريکه د امريکائي ځواکونو د افغان کارمندانو په خطر کښې د شتون په بهانه هغوي له افغانستانه وباسي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 28, 2021 08:35 Asia/Kabul
  • د زرګونو افغانانو له وطنه د وېستلو لپاره د واشنګټن کوشش

امريکه د امريکائي ځواکونو د افغان کارمندانو په خطر کښې د شتون په بهانه هغوي له افغانستانه وباسي.

د افغان آوا خبري آژانس د رپوټ له مخې د امريکې د فوځ لوے درستيز جنرل مارک ميلي وويل: يو شمېر مترجمان او نور هغه کسان چې له دغه هېواد سره يې په افغانستان کښې همکاري کړې ده د طالب ډلې د حملو له خطر سره مخامخ دي.

امريکې ويلي دي چې د ستمبر تر مياشتې پورې له افغانستانه د خپلو فوځيانو له وېستلو نه مخخکښې د امريکائي ځواکونو د افغان کارکونکو له هېواده د وېستلو لپاره په چټکتيا سره پلاننګ کوي.

امريکې د يو پروګرام له لارې چې څه د پاسه له يوې لسيزې راهسې شروع شوے دے وويل، د شپږويشت نيم زره هغو افغانانو لپاره به چې له امريکې سره يې ملګرتيا او همکاري کړې ده د مهاجرت ويزې جاري کړي.