د مصر لوے مفتي د افغان صلحې په اړه فتوا صادره کړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i100900-د_مصر_لوے_مفتي_د_افغان_صلحې_په_اړه_فتوا_صادره_کړه
د افغانستان د حج او اوقاف وزارت وايي، د مصر لوے مفتي ‘شوقي ابراهیم عبدالکریم علام’ په افغانستان کښې د صلحې په اړه فتوا صادره کړې ده.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
May 28, 2021 15:32 Asia/Kabul
  • د مصر لوے مفتي د افغان صلحې په اړه فتوا صادره کړه

د افغانستان د حج او اوقاف وزارت وايي، د مصر لوے مفتي ‘شوقي ابراهیم عبدالکریم علام’ په افغانستان کښې د صلحې په اړه فتوا صادره کړې ده.

 د دغه وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کښې د مصر د ستر مفتي له قوله راغلي چې صلح د اسلام یو مهم اصل دے، خو له دې سره سره په افغانستان کښې صلحې ته لږ پام شوے چې په خپله اسلام هم سولې ته ويل کيږي. ده همدا راز ویلي چې په اسلام کښې د انسانانو د خوندیتوب لپاره د ګڼو مقرراتو یادونه شوې او همدا دلیل دے چې اسلام په نورو حمله، د نورو روغتیا ته خطر پېښول او یا د نورو ويرول منعې کړي دي.

د مصر مفتي زیاته کړې چې اسلام د یو انسان وژل د درست بشریت وژل بللي او حتی د انسان قتل یې د خداے د کور یعني جومات تر ورانولو هم ناوړه عمل بللی دے. په دې وروستیو کلونو کې د یو شمېر نورو هېوادونو دیني عالمانو هم په افغانستان کې د روانې جګړې خلاف فتوې صادرې کړي، خو تر اوسه پورې دغو فتوو ته مثبت ځواب نه دے ویل شوے.