د افغانستان په کاپیسا ولایت کښې شپږ کسان وژل شوي
زمونږ خبریال وايي د افغانستان په کاپیسا ولایت کښې د واده په دستورو باندې د هوان په برید کښې شپږ (۶) کسان وژل شوي دي .
د کاپیسا د پولیسو ویاند عبدالشایق شورش وویل په تګاب ولسوالۍ کښې په یوه (۱) کور باندې چې د واده مراسم پکښې روان وو د هوان په برید کښې تراوسه شپږ (۶) کسان وژل شوي او لس (۱۰) نور ژوبل شوي دي .
عبدالشایق شورش په دې خبرې سره چې د هوان په برید کښې یوشمیر وژل شوي او ژوبل کسان ښځې او ماشومان دي وویل طالبانو نیت درلود د ولسي ځواکونو په سنګرونو برید وکړي خو توغول شوي هوان ګولې په یوه(۱) کور ولګیده .
پرون هم د افغانستان په پروان ولایت کښې بګرام ښار ته نږدې د البیبروني پوهنتون د استادانو او د محصیلینو د ګاډي په لاره کښې په ماین چاودنه کښې څلور (۴) کسان وژل شوي او دیارلس (۱۳) نور ژوبل شوي وو .
د امریکا ترهګر او نیواکګر عسکر په داسې حال کښې له افغانستان څخه وځي چې د هغوې ماتي خوړلي پوځي شتون د ناامنۍ د بې ثباتۍ د ترهګرۍ ، جنګ ، تاوتریخوالي او د نشه ییزو موادو د قاچاق له زیاتیدا او د بې ګناه انسانانو له وژل کیدا پرته بل هیڅ نتیجه نه ده لرلي .