د افغانستان په کاپیسا ولایت کښې شپږ کسان وژل شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i100980-د_افغانستان_په_کاپیسا_ولایت_کښې_شپږ_کسان_وژل_شوي
زمونږ خبریال وايي د افغانستان په کاپیسا ولایت کښې د واده په دستورو باندې د هوان په برید کښې شپږ (۶) کسان وژل شوي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 30, 2021 07:11 Asia/Kabul
  • د افغانستان په کاپیسا ولایت کښې شپږ کسان وژل شوي

زمونږ خبریال وايي د افغانستان په کاپیسا ولایت کښې د واده په دستورو باندې د هوان په برید کښې شپږ (۶) کسان وژل شوي دي .

د کاپیسا د پولیسو ویاند عبدالشایق شورش وویل په تګاب ولسوالۍ کښې په یوه (۱) کور باندې چې د واده مراسم پکښې روان وو  د هوان په برید کښې  تراوسه شپږ (۶) کسان وژل شوي او لس (۱۰) نور ژوبل شوي دي .

عبدالشایق شورش په دې خبرې سره چې د هوان په برید کښې یوشمیر وژل شوي او ژوبل کسان ښځې او ماشومان دي وویل طالبانو نیت درلود د ولسي ځواکونو په سنګرونو برید وکړي خو توغول شوي هوان ګولې په یوه(۱) کور ولګیده .

پرون هم د افغانستان په پروان ولایت  کښې بګرام ښار ته نږدې د البیبروني پوهنتون د استادانو او د محصیلینو د ګاډي په لاره کښې په ماین چاودنه کښې څلور (۴) کسان وژل شوي او دیارلس (۱۳) نور ژوبل شوي وو .

د امریکا ترهګر او نیواکګر عسکر په داسې حال کښې له افغانستان څخه وځي چې د هغوې ماتي خوړلي پوځي شتون د ناامنۍ د  بې ثباتۍ د ترهګرۍ ، جنګ ، تاوتریخوالي او د نشه ییزو موادو د قاچاق له زیاتیدا او د بې ګناه  انسانانو له وژل کیدا پرته بل هیڅ نتیجه نه ده لرلي .