د افغانستان ولسمشر او ګلبدین حکمتیار موافقې کړي دي
طلوع نیوز ټيلي ويژن راپور ورکړ د افغانستان د حزب اسلامي مشر وویل له ولسمشر اشرف غني او پخواني ولسمشر حامد کرزي سره په خپلې وروستۍ درې اړخیزه غونډې کښې د هیواد د اتو(۸) مسلو په هکله موافقې ته رسیدلی یم .
ګلبدین حکمتیار نن په خبري کانفرنس کښې د افغانستان د حکومت له زندانونو د طالبانو او د حزب اسلامي د ټولو بندیانو خوشي کیدل ، د دغه چارې له اجرايي کیدا وروسته د اوربند اعلانیدل ، د ټولنې د ټولو سترو مسائیلو په تیره بیا د انتخاباتو په هکله د فیصلو ترسره کول او د انتقالي حکومت جوړول د موافقې وړ موردونه وبلل .
حکمتیار وویل ټاکل شوي ده چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني دغه مسائیل زر رسنیو ته بیان کړي .
د افغانستان د سولې د بهیر د ګړندي کولو لپاره د هڅو په دوام سره د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب پرون وویل د حکومت لوړه شورا به یوازې د سولې په چارو کښې فعالیت وکړي .
هغه وویل د حکومت لوړه شورا به په نورو چارو کښې کار ونلري او د حکومت د چلولو بهیر یوازې د حکومت د مشرانو لخوا پرمخ بیول کیږي .
د افغانستان د ملي روغې جوړې د لوړې شورا مرستیال اسد ا لله سعادتي هم وویل د حکومت لوړه شورا باید په ټولو چارو کښې لاس ولري او د سولې د بهیر مشرۍ د دغه شورا په صلاحیتونو کښې راځي .
د افغانستان ولسمشر اشرف غني ویلي دي ټاکل شوي ده چې د حکومت د لوړې شورا جوړښت په همدې اونۍ کښې نهايي شي .