چین په افغانستان کښې د بریښنا په تولید کښې مرسته کوي
زمونږ خبریال وايي د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼې ارګ وايي ولسمشر غني د برېښنا شرکت ته حکم ورکړی چې له یاد ګروپ سره د پانګونې د فرصت برابرولو په اړه لازمې ارزونې وکړي.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي د چینايي پانګوالو یوې ډلې له ولسمشر غني سره په ارګ کې د برېښنا د تولید په اړه خبرې کړې دي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې وویل د چین دغه ډله غواړي په افغانستان کې د ۴۰۰ میلیون ډالرو په پانګونه د ډبرو له سکرو په ګټه اخیستو ۳۰۰ مېګاواټه برېښنا تولید کړي.
ارګ وايي، ولسمشر غني د برېښنا شرکت ته امر کړی چې له یادې ډلې سره د پانګونې د فرصت برابرولو په اړه لازمې ارزونې وکړي.
افغانستان په کور د ننه د برېښنا د تولید په برخه کې لویه ستونزه لري، خو د خپلو برېښنايي ستونزو د اوارولو لپاره له ایران، ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان برېښنا واردوي، چې د وارداتي برېښنا کلنۍ بیه هم له ۲۸۰ تر ۲۲۰ میلیون ډالرو ته رسېږي.
د ازبکستان برېښنا پرې کېدو سره کابل او څو نور ښارونه بیا تیاره شول
د هلمند کجکي برېښنا بند
په هرات کې درې برېښنا بندونه جوړېږي
افغانستان عادي حالت کې له ازبکستان ۴۵۰ میګا واټ برېښنا واردوي، خو وروستیو میاشتو کې تاشکند د خپلې کورنۍ اړتیا له مخې دا برېښنا ۱۵۰ میګاواټه کمه کړې ده.
د برېښنا شرکت په خبره، له دې ۳۰۰ میګاواټه وارداتي برېښنا په لار پرتو ولایتونو کې تر لګېدو وروسته یوازې کابل ته ۱۸۰ میګاواټه برېښنا رسېږي.
افغانستان په وارداتي برېښنا پورې ډېر سخت تړلی دی. اوس دا هېواد یوازې دوه سوه(200) مېګاواټ برېښنا تولیدوي، خو د برېښنا شرکت په خبره، اوه زره میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري.
په ښه حالت کې هم افغانستان تر ۶۰۰ میګاواټه برېښنا تولیدولی نه شي.
د افغانستان ۷۷ فیصده برېښنا له ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان او ایران واردېږي.