افغان چارواکي:
کابل د سپورټ په ډګر کې د ایران تجربیاتو ته ضرورت لري
د افغانستان د سپورټ وزیر او د ملي المپیک د کمیټې مشر وویل: موږ د ملی املپیک په ډګر کې د ایران تجربیاتو، مهارتونو او روزونکو ته ضرورت لرو.
د افغانستان د ملی المپیک د کمیټې مشر حفیظ الله رحمي ایران ته د سفر پر مهال وویل: په افغانستان کې د ملي المپیک د اکېډمی د جوړولو لومړي چارې تر سره شوي خو ایران ته په خپل سفر کې له نویو پوهنیزو او اکېډمیک چارو سره بلد شوم چي په خپل هیواد کې ورڅخه کار اخلم.
دغه ناسته کې د افغانستان سپورټي چارواکې له خپلو سیالانو سره د ایران د ملی المپیک په اکېډمی کې غونډه وکړه او د روزنې، روغتیایي چارې او سپورټ پوري نورو اړوندو مسلکي مسایلو په اړه خبري اترې وشوې.
افغان پلاوې د ایران د المپیکي سپورټونو له بېلابېلو څانګو څخه لېدنه وکړه، دغه پلاوی به نن د ایران د سپورټي چارو له وزیر سره هم خبري اتري وکړي.