د افغانستان دفاع وزارت :۱۱ ولایتونو کې ۶۰ طالبان وژل شوي
د افغانستان دفاع وزارت خبرپاڼه وايي طالبانو ته یاده مرګ ژوبله په لغمان، غزني، پکتیا، کندهار، زابل، هرات، فاریاب، جوزجان، هلمند، کندوز او بغلان ولایتونو کې د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال اوښتې ده.
د افغانستان دفاع وزارت د تېرو ۲۴ ساعتونو په موده کې په ۱۱ ولایتونو کې د ۶۰ وسلوالو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.
له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د تېرو ۲۴ ساعتونو په موده کې دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۶۰ طالبان ووژل شول او ۳۴ نور ټپیان شول.
د افغانستان دفاع وزارت خبرپاڼه وايي طالبانو ته یاده مرګ ژوبله په لغمان، غزني، پکتیا، کندهار، زابل، هرات، فاریاب، جوزجان، هلمند، کندوز او بغلان ولایتونو کې د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال اوښتې ده.
خبرپاڼه همدا راز زیاتوي چې د یادو نښتو او بریدونو په ترڅ کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
ورته مهال د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي، بیگا د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالي، نوکړخېلو سیمه کې د طالبانو د ځپلو په موخه عملیات ترسره کړي دي.
د ملي امنیت ۰۲ قطعې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو درې مرکزونه له منځه یوړل شول او همدا راز درې تنه طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.
د خبرپاڼې په وینا، طالبانو به د یادو مرکزونو څخه په سیمه کې د مېشت افغان ځواکونو پر پوستو د برید تر څنګ د خوږیاڼو، شېرزادو او حصارک ولسوالیو د عمومي لارې بندولو پلان هم درلود چې په دې سره یې پلان شنډ او مرکزونه یې لمنځه یوړل شول.