طالبانو په بغلان ولسوالۍ پلونه تباه کړي دي
Jun 02, 2021 08:24 Asia/Kabul
اوا خبري اژانس وايي طالبانو د افغانستان په شمال کښې د مرکزي بغلان ولسوالۍ پلونه او لارې ورانې کړي دي .
د بغلان د پولیسو ویاند احمد جاوید بشارت نن وویل طالبانو په تیرې یوې (۱) میاشتې کښې د مرکزي بغلان ولسوالۍ ډیرې لوې لارې او پلونه او فرعي لارې په پراخ ډول تباه کړي دي او د خلکو لپاره یې مشکلات جوړ کړي دي .
هغه وویل طالبانو په بغلان ولسوالۍ کښې دغه راز څه د پاسه لس (۱۰) واړه پلونه وران کړي او عامه تاسیساتو ته یې تاوانونه رسولي دي .
ټیګونه