د افغانستان طالبان له سولې سره دلچسپۍ نلري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i101140-د_افغانستان_طالبان_له_سولې_سره_دلچسپۍ_نلري
د افغانستان د ملي روغې جوړې د لوړې شورا مرستیال عنایت الله فرهمند د ایران پریس خبري اژانس له خبریال سره په مرکه کښې وویل طالبان له امریکا سره د موافقې د لاسلیک کولو په وجه د سولې ټینګیدا او د هیواد په راتلونکي سیاسي نظام کښې د ټولو خلکو ګډون ته لیواله نه دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 02, 2021 11:00 Asia/Kabul
  • د افغانستان  طالبان  له سولې سره دلچسپۍ نلري

د افغانستان د ملي روغې جوړې د لوړې شورا مرستیال عنایت الله فرهمند د ایران پریس خبري اژانس له خبریال سره په مرکه کښې وویل طالبان له امریکا سره د موافقې د لاسلیک کولو په وجه د سولې ټینګیدا او د هیواد په راتلونکي سیاسي نظام کښې د ټولو خلکو ګډون ته لیواله نه دي .

هغه وویل په قطر کښې له طالبانو سره د امریکا د سولې تش په نامه موافقه د افغانستان د خلکو د نظر له غوښتلو او د کابل د حکومت له رول لرلو پرته ترسره شوي ده .

فرهمند وویل له طالبانو سره د امریکا خبرې اترې هغه وخت پیل شوې چې افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو له مبارزو سره مخ و او په دغو شرایطو کښې طالبان او امریکا موافقې ته ورسیدل .

هغه ډاګینه کړه طالبانو یوازې د امریکا په حکومت باندې خپلې غوښتنې ورتپلي دي او همدغه مسله د بین الافغاني سولې د خبرو اترو ، د سیمې او د نړۍ لپاره ستونزمنه مسله جوړه شوي ده .

د ویلو ده چې په قطر کښې د امریکا او د طابانو ترمینځ د تش په نامه د سولې د موافقې لاسلیک کیدا د سولې د بین الافغاني خبرو اترو په بهیر  ډير منفي اغیز کړی دی .