یرغلګرو د افغانستان د لویدیځ د علماوو د شورا مرستیال وواژه
Jun 03, 2021 08:38 Asia/Kabul
په افغانستان کې د هدفي وژنو د بهیر په دوام کې دا ځلي بیا یو دینی عالم په هرات ولایت کې د نامعلومو وسله والو په ډزو ووژل شو.
د اوا خبري اژانس د راپور له مخې د هرات د حج او اوقافو مشر عبدالخالق حقاني رسنیو ته وویل چې د افغانستان د لویدیځ د عالمانو د شورا مرستیال مشر غلام محمد کبابیاني، نن سهار د لمانځه له ادا کولو وروسته په انجیل ولسوالۍ کې په یو کلي کې خپل کور ته نزدې د نامعلومو موټر سېکل سپرو له خوا ووژل شو.
مولوي غلام محمد کبابیاني همېشه د جنګ مخالف پاتې شوی او د جنګ له ښکېلو لورو یې غوښتل چې له تاوتریخوالي ډډه وکړي او د سولې د ټینګولو هڅه وکاندي.
تر اوسه کومه کس یا ډلې د دغه دیني عالم د وژلې پړه په غاړه نه ده اخستې.
ټیګونه