په کابل کښې بم چاودنو اته کسان وژلي دي
Jun 04, 2021 00:10 Asia/Kabul
ایرنا خبري اژانس وايي د افغانستان پولیسو وویل چې د کابل ښار په لویدیځ کښې په دوو (۲) جلا جلا بم چاودنو کښې اته(۸) کسان مړه او څه د پاسه پینځه (۵)نور ژوبل شوي دي .
د کابل د پولیسو ویاند فرامرز پرون وویل یوه (۱) بم چاودنه پرون له ځاي وخت سره سم اوه (۷) بجې د کابل په لویدیځ کښې په شپږمې (۶) سیمې کښې وشوه چې له کبله یې څلور (۴)ملکي وګړي ووژل شول او څه د پاسه پینځه (۵) نور ژوبل شول .
هغه زیاته کړه له دې وړاندې پرون د ورځې یوه(۱) بجه د کابل په شپږمې (۶) سیمې کښې په دارالامان لاره کښې په بم چاودنې کښې څلور (۴) نور کسان وژل شوي وو .
تراوسه کومې ترهګرې ډلې د دغو بم چاودنو مسولیت پرغاړه نه دی اخیستی .
ټیګونه