په کابل کښې بم چاودنو اته کسان وژلي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i101192-په_کابل_کښې_بم_چاودنو_اته_کسان_وژلي_دي
ایرنا خبري اژانس وايي د افغانستان پولیسو وویل چې د کابل ښار په لویدیځ کښې په دوو (۲) جلا جلا بم چاودنو کښې اته(۸) کسان مړه او څه د پاسه پینځه (۵)نور ژوبل شوي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 04, 2021 00:10 Asia/Kabul
  • په کابل کښې بم چاودنو اته کسان وژلي دي

ایرنا خبري اژانس وايي د افغانستان پولیسو وویل چې د کابل ښار په لویدیځ کښې په دوو (۲) جلا جلا بم چاودنو کښې اته(۸) کسان مړه او څه د پاسه پینځه (۵)نور ژوبل شوي دي .

د کابل د پولیسو ویاند فرامرز پرون وویل یوه (۱) بم چاودنه پرون له ځاي وخت سره سم اوه (۷) بجې د کابل په لویدیځ کښې په شپږمې (۶) سیمې کښې وشوه  چې له کبله یې څلور (۴)ملکي وګړي ووژل شول او څه د پاسه پینځه (۵) نور ژوبل شول .

هغه زیاته کړه له دې وړاندې پرون د ورځې یوه(۱) بجه د کابل په شپږمې (۶) سیمې کښې په دارالامان لاره کښې په بم چاودنې کښې څلور (۴) نور کسان وژل شوي وو .

تراوسه کومې ترهګرې ډلې د دغو بم چاودنو مسولیت پرغاړه نه دی اخیستی .