طالبان باید وښي چې د سولې غوښتونکي دي
تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان د حکومت د سولې د مرکچي ډلې مشر محمد معصوم ستانکزي وویل طالبان باید د هیواد خلکو ته وروښيي چې د سولې غوښتونکي دي .
هغه د اروپايي اتحادیې له ځانګړي استازي توماس نیکلسن سره په کتنې کښې وویل کابل له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو له سره پیلولو ته چمتو دی.
معصوم ستانکزي په افغانستان کښې د سولې په ټینګیدا باندې ټینګار سره وویل په هیواد کښې د طالبانو روان جنګ روا والی نلري .
د افغانستان د حکومت د سولې د مرکچي ډلې یوشمر غړي له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو د له سره پیلولو لپاره قطر ته تللي دي او نور غړي به هم زر قطر ته ورشي .
د اروپايي اتحادیې استازي توماس نیکلسن هم د افغانستان د سولې د مرکچي ډلې له مشر ستانکزي سره په کتنې کښې په افغانستان کښې د امریکا او د ناټو شل (۲۰) کلن ماتي خوړلي پوځي شتون ته له اشارې پرته وویل په هیواد کښې د سولې بهیر باید چټک شي او جنګ او د تاوتریخوالو زیاتیدل د اندیښنې سبب دي .