ننکرهار کی دداعش ډلی دوه مهم غړي ونیول شول
Jun 05, 2021 07:37 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د افغانستان د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي تیره شپه د ملي امنیت ادارې ځانګړو ځواکونو دجلال ابادښار په دریمه ناحیه کې عملیات تر سره کړي چې پکې د داعش ډلی د لویو حملو پلانونکی او پلی کوونکی نصیب الله او د دغه ډلی مالي مسول ملامحمدنبي نیول شوي دي .
د والي ویاند ویاند وویل نصیب الله به په ښار سربیره په ولسوالیو کې هم د داعش لوی حملې پلانولې او ملامحمد نبي به داعش ډلی ته له خلکو عشر او زکات هم راټولاوه . د ننګرهار د والي ویاند وویل نیول شوي کسان د نورو معلوماتو تر لاسه کولو لپاره بل ځای ته لیږدول شوي دي .
ټیګونه