چین افغانستان ته د کرونا واکسنو ۷ لاکه ډوزه ډالۍ کړل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i101500-چین_افغانستان_ته_د_کرونا_واکسنو_۷_لاکه_ډوزه_ډالۍ_کړل
د چین له خوا د کرونا ۷ لاکه ډالۍ شوي واکسن افغانستان ته وسپارل شول
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jun 11, 2021 06:21 Asia/Kabul
  • چین افغانستان ته د کرونا واکسنو ۷ لاکه ډوزه ډالۍ کړل

د چین له خوا د کرونا ۷ لاکه ډالۍ شوي واکسن افغانستان ته وسپارل شول

د چین له خوا د کرونا ۷ لاکه ډالۍ شوي واکسن افغانستان ته وسپارل شول

د افغانستان روغتیا وزارت وویل چې له راتلونکې شنبې ورځې یعنې له سبا څخه به د دغه هیواد په ۳۴ ولایتونو کښې د دغو واکسنو لګول پیل شي او زیاتره به هغو کسانو ته وړومبیتوب ورکړی شي چې په کرونا باندې د اخته کیدو له خطر سره مخامخ دي.

د افغانستان روغتیا وزارت وايي چې دغه هیواد د کرونا واکسنو ۴۸ میلیون ډوز ته ضرورت لري چې ورسره د دغه هیواد د ټولو نفوسو ۶۰ فیصده واکسنیټ شي.

د افغانستان حکومت له دې مخکښې له هندوستان څخه او هم داشان یې له کواکس نړیوال سازمان څخه هم د کرونا ډالۍ شوي واکسن ترلاسه کړي دي چې تراسه ۶لاکو کسانو ته لګول شوي دي.

په ټول افغانستان کښې د کرونا دریمه څپه په ډیرې چټکۍ سره په پراخیدو ده او د دغه هیواد روغتیا وزارت راتلونکې څلور اونۍ د خلکو لپاره ډیرې خطرناکې بللې دي او ورڅخه یې غوښتي دي چې د روغتیايي پروټوکولونو خیال وساتي.