د افغان فلم د دوو ښځینه کار کوونکومړی وموندل شول
د نوموړې په خبره د دغه نجونو جسدونه له تېرې ورځې ورک و چې نن یې نن په عدلي طب کې د کورنۍ د غړیو له خوا پېژندل شوي.
د افغان فلم ادارې مسؤلین وايي، د کابل ښار د تیرې ورځې په چاودنو کې د دغه ادارې دوې ښځینه کار کوونکې هم وژل شوي دي.
د افغان فلم ادارې مشرې صحرا کریمي نن پر خپل ټویټر لیکلي چې د طیبې مسوي او فاطمې محمدي په نوم یادو نجونو تازه د افغان فلم سره کار پيل کړی و او د افغان ماشومانو لپاره انېمیشن پروژې (افسانه های افغانستان) پروژه کې یې کار کاوه.
آغلې کریمي زیاته کړې، د افغان فلم دغه نوې ښځینه کار کوونکې پرون شنبه کور ته پر لار وې چې د کابل ښار په لوېدیځه کې پر یوه ټونس موټر چاودنه کې ووژل شوې.
د نوموړې په خبره د دغه نجونو جسدونه له تېرې ورځې ورک و چې نن یې نن په عدلي طب کې د کورنۍ د غړیو له خوا پېژندل شوي.
د چارواکو په وینا پرون شنبه د کابل ښار شپږمه او دیارلسمه ناحیه کې پر دوو ټونس موټرو د ماین چاودنو له امله اووه تنه ووژل شول او شپږ تنه نور ټپيان شول.
د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند احمد ضیاء ضیاء ویلي چې د دې پېښو ټول قربانیان ملګي وکړي دي.
تر دا مهاله د دغه چاودنو مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.